ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د افغانستان په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې له افغانستان سره د مرستو لپاره د نړۍ د نورو هیوادونو د یادونې په ترڅ کښې وویل چې ایران او پاکستان د افغانستان د میلیونونو کډوالو په کوربه توب کولو کښې نه هیریدونکی سخاوت ښودلی دی .هغه نړیواله ټولنه وهڅوله چې د ایران او د پاکستان په شان کړچار غوره کړي .
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیوګوټریش د امنیت شورا په غونډه کښې سپارښتنه وکړه د افغانستان له کړکیچنو شرایطو سره د مقابلې لپاره د ملګروملتونو لپاره یو(۱) نوی ماموریت په نظر کښې ولري .
له دې مخکې د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په دې خبرې سره چې د افغانستان نیمايي خلک له زیاتې لوږې سره مخامخ دي وویل دغه هیواد په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې له ترټولو سختۍ وچکالۍ سره مخامخ دی او د افغانستان نهه (۹) میلیونه خلک د قحطۍ په شرایطو کښې دي .